Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 16:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 16:8
23 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“


خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.


د بعل ټول پېغمبران، د هغۀ ټول عبادت کوونکى او ټول اِمامان راغونډ کړئ. هيڅ څوک به غېر حاضر نۀ وى، زۀ بعل ته يوه لويه قربانى پېش کوم او چې څوک هم حاضر نۀ شى نو هغه به وژلے شى.“ خو د ياهُو مطلب دا وو چې داسې به د بعل عبادت کوونکى ووژنى.


اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.


راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“


د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.


هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.


پطروس جواب ورکړو چې، ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى.


کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى.


نو بيا اوس زۀ په دې پوهېږم چې څۀ وکړم. چې کله مې دے د نوکرۍ نه وباسى نو زما ډېر دوستان به زما مدد ته تيار وى.


بيا يې بل ته ووئيل، او په تا څومره قرض پاتې دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بورۍ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپل بِل دې واخله او اتيا بورۍ وليکه.


بيا مالِک عيسىٰ وفرمائيل، ”تاسو دې بې‌اِنصافه قاضى ته غوږ شئ چې دۀ څۀ ووئيل.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دې دُنيا سړى او ښځې وادۀ کوى،


خو هغه څوک چې د بلې دُنيا لائق ګڼلے شوى دى، هغوئ به نۀ وادۀ کوى نۀ به وادۀ کيږى.


ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“ د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو.


په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ.


ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.


د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.


ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan