7 بيا يې بل ته ووئيل، او په تا څومره قرض پاتې دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بورۍ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپل بِل دې واخله او اتيا بورۍ وليکه.
خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه.
هغۀ جواب ورکړو، د زيتُونو تېل تقريباً درې زره ليټره. هغۀ ورته ووئيل چې خپل بِل دې واخله او زر کښېنه او څلور سوه يې وليکه.
او مالِک د خپل بېايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.
او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله
هغۀ بيا درېم سړے ورولېږلو خو هغه يې هم زخمى کړو، او بهر يې وغورزولو.
نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چې، ”يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، او زميندارانو له يې په اجاره ورکړو او يو بل مُلک ته د ډيرې مودې دپاره لاړو.