27 مالداره سړى جواب ورکړو چې بيا نو پلاره، زۀ درته زارى مِنت کوم چې تۀ دے زمونږ کور ته ولېږه
دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى.
نو کله چې ايُوب د خپلو ملګرو دپاره دُعا وکړه نو خُدائ پاک هغۀ له بيا برکت ورکړو، او چې ايُوب مخکښې څۀ لرل نو مالِک خُدائ هغۀ له د هغې يو په دوه نور هم زيات ورکړل.
اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.
په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.
دا د هغوئ نصيب دے څوک چې په خپل ځان توکل کوى، او څوک چې د دوئ په لاره روان وى.
خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،
ما چې په مخ د زمکې د هر څۀ دپاره محنت کړے وو نو د هغې نه زما نفرت پېدا شو، ځکه چې دا هر څۀ به هغۀ ته پاتې شى چې زما نه پس به راځى.
خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى.
چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى.