Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 16:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 16:25
25 Iomraidhean Croise  

خو بيا هم هغه خُدائ پاک وو چې دوئ يې مالداره کړل، نو ځکه زۀ د بدعمله خلقو په خيالونو هيڅ غرض نۀ ساتم.


اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.


قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.


د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى، د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.


يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو.


نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


او کۀ ستا پښه تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه ځکه چې ستا دپاره دا ښۀ ده چې په ابدى ژوندون کښې په يوه پښه شل داخل شې نۀ دا چې دواړه پښې دې سمې وى او دوزخ دې ځائ شى.


او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو.


او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو.


خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى.


خو اے مالدارو. په تاسو افسوس دے ځکه چې تاسو خپل د خوشحالۍ دور تير کړو.


ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“


هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“


ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.


مالِک خُدائ به ستاسو په غله او په هغه خوراک لعنت راولى چې تاسو يې د دې نه تياروئ.


د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.


نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى.


هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل.


د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته.


ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan