20 او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو.
نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې.
کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.
زۀ به ټوله ورځ کړېدلم، هر سحر به وهلے کېدلم.
د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.
آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟
بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“
يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول.
او هغه به د هغه ټوکړو خوړلو په طمع وو کومې به چې د دې مالداره سړى دسترخوان نه پاتې شوې وې، بلکې سپى به هم راتلل او د هغۀ زخمونه به يې څټل.
نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِعنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو.
نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل.
نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى،
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.