18 کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.
زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“
يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول.
ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده.