Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 16:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 16:11
9 Iomraidhean Croise  

يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.


خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.


او کۀ چرې تاسو په پردى مال دولت کښې ځان بدديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسې څوک وى چې تاسو له به خپل مال دولت درکړى؟


نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى.


د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“


اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د مسيح د بې‌اندازې دولت زيرے ورکړم،


اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟


په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan