8 يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟
لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې.
چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.
دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بېحسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.
نو کله چې يې ومومى نو هغه به خپلې ملګرې او ګاونډيانې راوبلى او ورته به ووائى چې ما سره خوشحالى وکړئ ځکه چې ما خپله ورکه شوې سيکه بيا وموندله.
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.
او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.
ډېرو هغه جادوګرو چا چې جادوګرى کوله خپل کتابونه يې راټول کړل او د خلقو په وړاندې يې وسوزول. کله چې د دې کتابونو د قيمت اندازه ولګولے شوه، نو دا د پنځوسو د سپينو زرو د سيکو وو.
هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېريهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.