Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 15:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بې‌حسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 15:7
13 Iomraidhean Croise  

خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده،


او چې کله هغه دا بيا مومى نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د هغې په موندلو به هغه د دې نورو يو کم سلو نه چې بې‌لارې شوې نۀ دى، زيات خوشحاله شى.


او داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى.


زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“


خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے.


نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“


او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله.


يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.


زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې د ګناهګارو دپاره چې توبه وکړى.“


يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan