Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 15:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 15:30
10 Iomraidhean Croise  

خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سمدستى واپس لاندې کوز شه، ځکه چې ستا هغه خلق د ګناه په وجه خراب شوى دى، چې تا د مِصر نه راويستلى دى.


کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.


ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“


خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے.


نو پلار يې په جواب کښې ورته ووئيل، زما زويه، تۀ خو مدام ما سره يې او څۀ چې زما دى هغه ټول ستا دى.


نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“


فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan