27 نوکر ورته ووئيل، ستا ورور خپل کور ته راواپس شوے دے او ستا پلار هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو ځکه چې هغه يې روغ رمټ بيا موندلو.
هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ.
هغۀ د خپل يو نوکر نه تپوس وکړو چې دا څۀ مېله ده؟
خو مشر زوئ يې غصه شو او کور ته د ننوتو نه يې اِنکار وکړو. د هغۀ پلار بهر راغلو او ورته يې مِنت زارى وکړه چې دننه راځه.
خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.
هغه ما ته راغلو، ما سره خوا کښې ودرېدلو او راته يې ووئيل چې، اے ساؤله وروره، سترګې وغړوه. او هم هغه ساعت زۀ بينا شولم او هغه مې وليدلو.
نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“
خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى.
هغه ښځې زر يو سخے حلال کړو کوم چې هغې ښۀ څورب کړے وو. بيا هغې لږ اوړۀ واخستل، تيار يې کړل او پتيره روټۍ يې ترې نه پخه کړه.