25 نو په هم دې وخت کښې مشر زوئ يې په پټو کښې کار کولو کله چې کور ته واپس راروان شو نو په لار کښې د ساز او ګډا آوازونه د هغۀ تر غوږه شُو.
داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.
کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.
هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.
د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،
زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.
ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه.
هغۀ د خپل يو نوکر نه تپوس وکړو چې دا څۀ مېله ده؟
هغوئ په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى څوک چې يو بل ته چغې وهى او وائى چې، مونږ تاسو ته شپيلۍ وغږولې او تاسو ګډا ونۀ کړه. مونږ ژړا انګولا وکړه او تاسو وير ونۀ کړو.