23 زمونږ هغه ښُکلے او څورب سخے راولئ او حلال يې کړئ او راځئ چې په شريکه خوشحالى وکړُو.
بيا هغۀ د مال رَمې ته ورمنډه کړه او يو کچه او څورب سخے يې راونيوو او يو نوکر له يې ورکړو، چې هغه يې زر زر تيار کړى.
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
دال ساګ دې وى خو چې مينې سره وى، کۀ چرګ وى او نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده.
هغې خپله غوښه تياره کړې ده او مے يې يو ځائ کړى دى، او دسترخوان يې هم خور کړے دے.
د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.
خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.
ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه.
هغه ښځې زر يو سخے حلال کړو کوم چې هغې ښۀ څورب کړے وو. بيا هغې لږ اوړۀ واخستل، تيار يې کړل او پتيره روټۍ يې ترې نه پخه کړه.