Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 15:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 15:20
22 Iomraidhean Croise  

خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل.


هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو.


نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.


نو يوآب داؤد بادشاه له لاړو او چې ابى‌سلوم څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. بادشاه ابى‌سلوم راوغوښتو، هغه ورله راغلو او د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو. نو بادشاه ابى‌سلوم ښکل کړو.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.


تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.


”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.


هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


نور زۀ د دې قابل نۀ يم چې زۀ ستا زوئ وګڼلے شم، نو ما خپل ځان سره نوکر کړه.


خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم.


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


بيا هغوئ ټولو وژړل او پولوس له يې غاړه ورکړه او ښکل يې کړو.


خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.


هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېر‌يهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan