18 زۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چې، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده.
د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.
د خپل اولاد تربيت مۀ پرېږده. کۀ تۀ هغوئ ته په چوکه سزا ورکړې نو هغوئ به د دې نه مړۀ نۀ شى.
هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.
”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.
هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى.
راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو.
د فرښتې هغه حکم چې د ونې تنه سره د جرړو پرېږدئ نو د هغې مطلب دا دے چې ستا بادشاهى به بيا راشى خو کله چې تاسو آسمانى حکومت ومنئ.
ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.
څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“
هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.
ځکه کۀ تاسو د نورو نافرمانى معاف کړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى.
نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى.
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ، اے پلاره، ستا نوم دې پاک وى او ستا بادشاهى دې راشى.
خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم.
نور زۀ د دې قابل نۀ يم چې زۀ ستا زوئ وګڼلے شم، نو ما خپل ځان سره نوکر کړه.
خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم.
خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم.