16 د هغۀ ډېر زړۀ کېدو چې د هغه پوستکو نه ګېډه ډکه کړى کوم چې به خنزيرانو خوړل خو دۀ ته د دې اجازت نۀ وُو.
هغوئ د صحرا نه بوټى راويستى دى او خوړلى يې دى، د هغوئ خوراک د جاړو بوټو جرړې دى.
وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.
زۀ څومره بېاحساسه او جټ جاهله وم، زۀ به تا ته د بېعقله ځناور په شان ښکاره کېدم.
دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بېلارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“
چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.
خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.
هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى.
بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بېفائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
نو بيا هغه په هم هغه مُلک کښې د يو زميندار سره نوکر شو نو زميندار هغه خپلو پټو ته ولېږلو چې خنزيرانو له د خوراک بندوبست وکړى.
خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم.