14 کله چې هغۀ هر څۀ خرچ کړل نو په هغه مُلک کښې سخت قحط راغلو او هغه ضرورتمند شو،
نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.
صادقان په مړه خېټه ډوډۍ خورى، خو د بدعملو خېټه اوږى وى.
نو بيا ما خپل لاس ستا خلاف دراوږد کړو او ستا ملکيت مې کم کړو، او ما تۀ خپلو حرصناکو دشمنانو ته حواله کړې، يعنې د فلستيه لوڼو ته چا ته چې ستا د بېحيا کارونو نه حيا ورتله.
لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو،
نو بيا هغه په هم هغه مُلک کښې د يو زميندار سره نوکر شو نو زميندار هغه خپلو پټو ته ولېږلو چې خنزيرانو له د خوراک بندوبست وکړى.