9 نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې.
کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
هوښيار عزت په ميراث کښې ګټى، خو کم عقل خپل شرم زياتوى.
د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.
نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.