6 نو د هغوئ سره د دې خبرې هيڅ جواب نۀ وو.
يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.
د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.
دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.
او د دې نه پس په چا کښې دا جرأت نۀ وو چې د هغۀ نه بل سوال وکړى.
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.