31 يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟
اخىاب بادشاه ورته ووئيل، ”بِنحدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“
کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.
د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.
نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟
هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو.
او کۀ هغه نۀ شى کولے نو د حملې کولو نه وړاندې به هغه خپله جرګه هغۀ ته ورولېږى او د صُلح د شرطُونو به ورنه خواست وکړى.