30 هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو.
باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“
ګنې کۀ چرې هغۀ د دې بنيادونه اېښى وى او بيا يې سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدونکى به ورپورې خندا ګانې کوى.
يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟
څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“
او مونږ دا غواړو چې په تاسو کښې دې هر يو په پوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشش کوى،
خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ.