3 عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“
هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله.
خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“
د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو،
بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول.
هلته يو سړے وو چې ورته د پړسوب بيمارى لګېدلې وه.
هغوئ لاجوابه پاتې شُو نو عيسىٰ هغه سړے د لاسه ونيولو او شفا يې ورکړه او رُخصت يې کړو.
عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“
کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟