28 ولې په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه يو برج جوړول غواړى او د مخکښې نه به د خرچې اندازه ونۀ لګوى چې په هغې يې سر ته رسولے شى او کۀ نه؟
خپل بهرنى کارونه اول ختم کړه او خپله د کروندې زمکه تياره کړه، د دې نه وروستو خپل کور جوړوه.
ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“
او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
ګنې کۀ چرې هغۀ د دې بنيادونه اېښى وى او بيا يې سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدونکى به ورپورې خندا ګانې کوى.
هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.
خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“