26 ”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
زۀ بلکل د هغوئ نه نفرت کوم څوک چې ستا نه نفرت کوى، او هغوئ خپل دشمنان ګڼم.
حوباب ووئيل، ”نه، زۀ واپس خپل مُلک ته ځم چې د خپلو خلقو سره يم.“
داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى.
بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم.
اوس چې يوه لويه ګڼه د عيسىٰ سره جوړه شوې وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل،
هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
څنګه چې دا په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ما يعقوب سره مينه وکړه او عِيسو ما رد کړو.“
کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى،
هغوئ تا ته د مور پلار، وروڼو او بچو نه هم زياته وفادارى وښودله. هغوئ ستا حُکمونه ومنل او هغوئ ستا د لوظ وفادار وُو.
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.