25 اوس چې يوه لويه ګڼه د عيسىٰ سره جوړه شوې وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل،
په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.
خو دا درته وايم څوک چې اول رابللے شوى وُو په هغوئ کښې به يو تن هم دا روټۍ ونۀ څکى.“
”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.