22 نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته.
مالِک خُدائ خپل صداقت سر ته رسوى، او د ټولو مظلومانو سره اِنصاف کوى.
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.
کله چې نوکر واپس شو نو دا هر څۀ يې خپل مالِک ته ووئيل. د کور مالِک په غصه شو او نوکر ته يې ووئيل چې زر د ښار کوڅو او بازارونو ته لاړ شه خواران، شل ګوډ او ړاندۀ راټول کړه او دلته يې راوله.
نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى.
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.