18 خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه.
ما ورته ووئيل، ”چا سره زۀ خبرې وکړم، چا ته خبردارے ورکړم؟ څوک به ما ته غوږ ونيسى؟ هغوئ خپل غوږونه کاڼۀ کړى دى او هغوئ اورېدل نۀ غواړى. دوئ د مالِک خُدائ کلام پورې خندا کوى. او په هغې خوشحاليږى نه.
د روټۍ په وخت هغۀ خپل نوکر رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږلو او ورته يې ووئيل چې مهربانى وکړئ، روټۍ تياره ده راشئ.
دوېم ووئيل چې، ما پينځۀ قلبې غوَيان اخستى دى، زۀ ځم چې هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه، زما عُذر قبول کړه.
عيسىٰ چې د هغۀ حالات وليدل نو وې فرمائيل، ”د مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.
او په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو نوره وده يې د مال دولت لالچ او د ژوند د خوشحالو په وجه مرۍ خپه کړى او مېوه يې پخه نۀ شى.
هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.
خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.
اګر چې ما سره هم په خپل ځان د تکيه کولو وجه شته. خو کۀ نور څوک په خپل ځان تکيه کوى نو زۀ د هغوئ نه پرې زياته کولے شم.
ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.
خو هغوئ به حق ته غوږ نۀ کېږدى او فرضى قيصو پسې به ګرځى.
او د دې خبرې خيال ساتئ چې په تاسو کښې څوک د عِيسو په شان زناکار او بېدينه نۀ شى چا چې د يو وخت د روټۍ په بدل کښې د خپلې مشرۍ حق خرڅ کړو.