17 د روټۍ په وخت هغۀ خپل نوکر رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږلو او ورته يې ووئيل چې مهربانى وکړئ، روټۍ تياره ده راشئ.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو.
خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه.
د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.
زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېريهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے.
دا ټول هر څۀ د خُدائ پاک له طرفه دى، چا چې د مسيح په وسيله مونږ سره روغه وکړه او هغۀ مونږ ته د صُلح کولو خِدمت وسپارلو.