16 عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو.
زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.
اِفرائيميان به لکه د جنګيالو په شان شى، او د هغوئ زړونه به داسې خوشحاله وى لکه چې مے يې څښلى وى. د هغوئ اولاد به دا وګورى او خوشحاله به وى، د هغوئ زړونه به په مالِک خُدائ کښې خوشحاله وى.
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.