15 په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“
څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو.
زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى،
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
د دُنيا د هر ګوټ نه به خلق د خُدائ پاک د بادشاهۍ مېلمستيا ته راځى.
ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“
نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.
بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“