14 او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.
خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله،
او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.
زۀ د خُدائ پاک نه اُميد کوم هغه اُميد چې دوئ يې هم منى چې نېک او بد دواړه به بيا له مړو نه راژوندى کيږى.