9 کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“
د سبت په ورځ عيسىٰ په يوه عبادتخانه کښې تعليم ورکولو.
خو باغوان جواب ورکړو، صاحبه، سږ کال يې پرېږده، مۀ يې وباسه چې زۀ ورته ځائ جوړ کړم او سَره ورله ورکړم.
هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.
چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى.
خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بېفائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى.