7 نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟
اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“
هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ.
کله چې تاسو د کنعان مُلک ته ورننوځئ او د مېوې هر قِسم ونه هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د درېو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ.
مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو دپاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى.
او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى.
خو باغوان جواب ورکړو، صاحبه، سږ کال يې پرېږده، مۀ يې وباسه چې زۀ ورته ځائ جوړ کړم او سَره ورله ورکړم.
اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“
هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.
هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بېکاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى.