6 بيا عيسىٰ دا مِثال وفرمائيلو چې، ”د يو سړى په باغ کښې د اينځر ونه ولاړه وه. نو هغه مېوې لټولو له ورغلو خو هيڅ يې په کښې پېدا نۀ کړل.
ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟
”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.
بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“
اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“
تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى.
خو د اينځر ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې خپله خوَږه مېوه پېدا کول بند کړم، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.