Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 13:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 بيا هم ما ته پکار دى چې زۀ نن او سبا په خپله لاره تلل وکړم او په بله ورځ هم، ځکه چې د نبى دپاره دا ناممکنه ده چې هغه دې د يروشلم نه بغېر په بل ځائ کښې مړ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 13:33
10 Iomraidhean Croise  

”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى.


او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“


خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه.


نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى.


عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.


ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.


چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.


د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan