Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 13:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 13:25
12 Iomraidhean Croise  

چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه.


نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.


د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے.


بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.


خو هغه به بيا درته داسې ووائى چې، زۀ خو تاسو د سره نۀ پېژنم چې د کوم ځائ نه راغلى يئ. تاسو ټول بدکاران زما نه ورک شئ.


نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.


تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟


ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.


نو تاسو ته پته ده چې کله بيا هغۀ وروستو د برکت وارث کېدل غوښتل نو هغه نامنظور شو. او هغۀ ته د توبې ويستلو موقع مِلاو نۀ شوه سره د دې چې هغۀ په وير ژړا په هغه برکت پسې ډېر لټون وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan