22 کله چې عيسىٰ يروشلم ته تلو نو په کلو او ښاريو تېرېدو او په تلو تلو کښې يې خلقو ته ځائ په ځائ تعليم ورکولو.
دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله.
او هغه د هغوئ په بېايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.
يو کس ترېنه تپوس وکړو، ”مالِکه، ولې صرف يو څو تنه به بچ شى؟“ نو هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل،
هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.