21 دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“
خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
هغۀ بيا دا وفرمائيل، ”زۀ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟
هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟
زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.