12 کله چې عيسىٰ هغه وليده نو راوې بلله او ورته يې وفرمائيل، ”اے مورې، تۀ د خپل تکليف نه آزاده شوې.“
او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل، او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو.
د خپلو قلبو د يوو نه په ټکولو تُورې جوړې کړئ او د خپلو بوټو د قينچيانو نه نېزې جوړې کړئ. کمزورے دې هم ووائى چې، ”زۀ تکړه يم.“
عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.
کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل،
نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بېحاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے.
او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“