7 خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“
هغه مونږ ته د دُنيا د ځناورو نه زياته ښودنه کوى، او مونږ د هوا د مارغانو نه زيات هوښياروى؟
تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.
او بېشکه چې انسان د ګډې نه ډېر زيات قيمتى دے. ځکه د سبت په ورځ نېکى کول روا دى.“
د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟
خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى،
نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.