Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:58 - Pakistani Yousafzai Pashto

58 کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:58
20 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.


يو نېک سړے د هغۀ سره د خبرو کولو حق لرى، او زما قاضى خُدائ پاک به مې د تل دپاره بې‌ګناه وګرځوى.


نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.


ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.


د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے.


خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى.


ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.


هم دغه شان هغه لاړو او قېد روحونو ته يې پېغام ورکړو.


او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.


زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.


هر کله چې زر کاله پوره شى نو شېطان به د قېد خانې نه را آزاد شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan