Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:52 - Pakistani Yousafzai Pashto

52 د دې نه پس به په يو کور کښې پينځۀ تنه خپلو کښې بې‌اتفاقه شى، درې به د دوو خلاف او دوه به د درېو خلاف شى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:52
12 Iomraidhean Croise  

تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،


ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم.


دوئ به په خپلو کښې مخالفت شروع کړى، پلار به د زوئ او زوئ به د پلار خلاف، مور به د لور او لور به د مور خلاف، خواښې به د اِنږور او اِنږور به د خواښې خلاف شى.“


نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بې‌شکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.


ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.


ځينې خو د هغۀ په وينا سره قائل شول خو ځينو په هغۀ باور ونۀ کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan