51 ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم.
بيا ما خپله دوېمه امسا ماته کړه چې نوم يې ”اتفاقى“ وو، او د يهوداه او د اِسرائيل په مينځ کښې ورورولى مې ماته کړه.
زۀ دې له راغلے يم چې په زمکه اور پورې کړم او زما دا څومره خواهش وو چې دا د مخکښې نه بل وى.
د دې نه پس به په يو کور کښې پينځۀ تنه خپلو کښې بېاتفاقه شى، درې به د دوو خلاف او دوه به د درېو خلاف شى،