Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:46 - Pakistani Yousafzai Pashto

46 نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:46
14 Iomraidhean Croise  

دا د خُدائ پاک د طرف نه د بدعمله کسانو اَنجام دے، دا د هغوئ هغه ميراث دے چې د خُدائ پاک د طرف نه يې فېصله شوې ده.“


مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى، هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.


ځکه چې تباه به شى بدکاران، څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان، دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.


مالِک خُدائ به خپل خلق نۀ رد کوى، او هغه به خپل ميراث نۀ هېروى.


نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى،


نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“


نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.“


خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،


خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى.


”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan