Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:45
31 Iomraidhean Croise  

کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى.


ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى، زۀ به غلے نۀ پاتې کېږم او هغوئ له به پوره پوره سزا ورکوم. آو، بې‌شکه زۀ به هغوئ نه بدله اخلم.“


نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.


”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟


زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو،


او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى.


نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى.


خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.


او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“


تر دې چې زۀ به په هغه ورځو کښې په خپلو نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح هم نازل کړم او هغوئ به نبوت کوى.


ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.


ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.


د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.


ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى.


کوم نقصان چې هغوئ نورو له ورکړے دے د هغې سزا به ورته مِلاو شى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بې‌عزته او بې‌شرمه دى. هغوئ د خپلې دوکه بازۍ نه مزه اخلى کۀ څۀ هم تاسو سره په يو دسترخوان خوراک څښاک کوى.


هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.


ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“


ستا په کوڅو کښې د هغه نبيانو او مقدسينو او د هغه خلقو بهېدلې وينه وليدلے شوه چې په ټوله دُنيا کښې وژلے شوى وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan