Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:39
7 Iomraidhean Croise  

نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.


په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې.


خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.


”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“


کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan