38 بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى.
خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.
خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ.