37 هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.
هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.
نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.
د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى.
بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى.
نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې.
خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“
نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم.
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“
مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده.
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.
ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“