36 د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.
د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ.
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے،
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.