Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 12:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 12:33
14 Iomraidhean Croise  

يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى.


تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“


خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.


دا د هغه چا مِثال دے چا چې د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو، خو دے د خُدائ پاک په نزد مالداره نۀ دے.“


نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى.


د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“


هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.


او هغوئ خپل مال اسباب خرڅولو او هر چا ته يې د حاجت په مطابق پېسې ورکولې.


د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan